په پنجشیر ولایت کې به د اوبو لګولو ۶ لویو کانالونو د سروې او ډيزاین چارې به پيل شي.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۲:۵۴
۶۵۵

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د پنجشیر والي کمال الدین نظامي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د پنجشیر ولایت والي د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ کړنې څخه د قدردانۍ تر څنګ د پنجشیر ولایت د خلکو د ستونزو او اړتیاو راپر د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي تکل سره شریک کړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په پنجشیر والي ته په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت پراختيايي پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ او وې ویل:" ډير ژر به په پنجشیر ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د سروې او ډيزاین چارې پيل او په نوبت سره به یې د جوړولو چارې پيل شي".

همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پنجشیر ولایت سیندیزې فرعي حوزې رئيس لازم هدایات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې د اړتیا وړ تجهیزات به د یادې حوزې په اختیار کې ورکړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu