په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې جذبې څاه ګانې کیندل کیږي
د منځني کابل سیندیزه فرعي حوزه به د کابل سیندیزې عمومي حوزې په همکارۍ سره د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه ددغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې جذبې څاه ګانې وکیندې، چې د همدې موخې لپاره د نوموړې حوزې تخنیکي ټیم د پغمان ولسوالي له یو شمیر سیمو څخه لیدنه وکړه او د مخکې تثبیت شوې 100 سیمو سربیره 50 نورې سیمې یي هم د جذبي څاه ګانو د کیندلو په موخه د نوموړې ولسوالي د اوبو لګولو ټولنو په همکاري سره تثبیت کړې.