په کاپیسا ولایت کې د اوو پروژو چارې څه د پاسه 270 زره آمریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۱:۴۹
1

په کاپیسا ولایت کې د اوبو سرچینو د پروژو ودانیزې چارې د دوه سوه اویا زره او نهه سوه پنځوس (270,950) آمریکایي ډالرو په ارزښت د کاپیسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او د دغه ولایت د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

دغه د ګبیوني دیوالونو د جوړولو او د سیند څنډو د تحکیماتو سنګ کاري پروژې د کاپیسا ولایت په آله سای او تګاب ولسوالیو کې پلي کېږی، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او استوګنیزکورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې اړین رول لري.

د نوموړو پروژو چارې د اف اې او سازمان په مالي ملاتړ د کاپیسا کهنه ده ودانیز شرکت له لوري د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu