په کنړ ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
۱۴۴/۴/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۸ هـ.ل
د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالي اړوند په کرچیګل، شینګر او باټاش کلیو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دریو شبکو چارې بشپړې او د کنړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې شبکې د سیمې اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه جوړې شوې، چې پکې د ۵ کیلو متره په اوږدوالي د پایپونو غځول، د اوبو څلور ټانکۍ او د اوبو ۱۸۰ شیر دهنونه شامل دي.
په دغو پروژو کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، او په بشپړېدو سره یې د یادو کلیو ۱۸۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه تر ډېره بریده هواره شوې ده.
