پکتيا ولايت کې د ټنډانو سربند رغنيزې چارې د څه باندې ۹۹ زره آمریکايي ډالرو په ارزښت پېل شوې
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند د ټنډانو په سيمه کې د ټنډانو سربند او کانال پروژې رغنيزې چارې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تر څارنې لاندې د (TLO) مؤسسې په مالي ملاتړ د نهه نوې زره ، نهه سوه او اته وېشت اعشاریه یو شپيته آمریکایي ډالرو (۶۱/ ۹۹۹۲۸) په ارزښت د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو، د یادې موسسې ولایتي مسؤل او یو شمېرنورو محلي مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.
د یاد سربند او کانال په بشپړیدو سره به ۴۳۱ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړې او له ۳۷۰ جریبه زیاته ځمکه به خړوبه کړي.
