پکتيا ولايت کې د ټنډانو سربند رغنيزې چارې د څه باندې ۹۹ زره آمریکايي ډالرو په ارزښت  پېل شوې

MEW-Media
Thu, Sep 15 2022 12:41 PM
۱

 

د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند د ټنډانو په سيمه کې د ټنډانو سربند او کانال پروژې رغنيزې چارې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تر څارنې لاندې د  (TLO) مؤسسې په مالي ملاتړ  د نهه نوې زره ، نهه سوه او اته وېشت اعشاریه یو شپيته آمریکایي ډالرو (۶۱/ ۹۹۹۲۸) په ارزښت د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو، د یادې موسسې ولایتي مسؤل او یو شمېرنورو محلي مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د یاد سربند او کانال په بشپړیدو سره به ۴۳۱ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړې او له ۳۷۰ جریبه زیاته ځمکه به خړوبه  کړي.

User account menu