پکتیا ولایت کې د اوبو څاګانو د کېندلو په موخه د جواز د ترلاسه کولو په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۰
1

 

دغه برنامه د پکتیا د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د دغه ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او د اوبو څاګانو کېندنې برمه لرونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه برنامه کې، ښاغلي فاتح د اوبو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د جواز اخېستلو پرته څاګان ونه‌‌کیني او له خپل سري فعالیت څخه ډډه وکړي.

همدارنګه،  د نوموړي ریاست تخنیکی سلاکار د څښاک، کرنې، صنعت او تجارت په موخه د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې د جواز لیک پروسه تشریح کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu