پکتیا ولایت کې د اوبو څاګانو د کېندلو په موخه د جواز د ترلاسه کولو په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

دغه برنامه د پکتیا د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د دغه ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او د اوبو څاګانو کېندنې برمه لرونکو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه برنامه کې، ښاغلي فاتح د اوبو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د جواز اخېستلو پرته څاګان ونهکیني او له خپل سري فعالیت څخه ډډه وکړي.
همدارنګه، د نوموړي ریاست تخنیکی سلاکار د څښاک، کرنې، صنعت او تجارت په موخه د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې د جواز لیک پروسه تشریح کړه.