پکتیا ولایت کې د دوو کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو په سیمه کې د صادق خېلو کانال او د خطابې په سیمه کې د خطابې کانال د پاکارې چارې د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د پاملرنې موسسي په مالي ملاتړ پیل شوې.
د یادو پروژو په پلي کیدو سره به ۲۴۰ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي او ۱۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.