پکتیکا ولایت کې د لوی وستې خاورین چکډم د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۵۱
1

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت په ډیلې ولسوالي کې د لوی وستې خاورین چکډم د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړی چکډم د 85 متره په اوږدوالي او 6 متره لوړوالي  د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د(3720906.99) درې میلیونه، اووه سوه شل زره، نهه سوه او شپږ اعشاریه نهه نوې افغانیو په ارزښت جوړیږي او د چارو په بشپړېدو سره به (235700) دوسوه، پنځه دېرش زره او اووه سوه متره مکعب اوبه به ذخیره شي.

User account menu