پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۵۰ اصلي او فرعي کانالونو، ۱۰ کاریزونو، دوو چکدومونو ، دو سربندونو او دوو لویو بندونو سروې ترسره شوه
د ګومل سیندیزې فرعي حوزې د پکتیکا ولایت په نکه او زیړوک ولسوالیو کې د څه باندې ۵۰ اصلي او فرعي کانالونو، ۱۰ کاریزونو، دوو چکدمونو ، دو سربندونو او دوو لویو بندونو سروې ترسره کړه.
د یادو بندونو، کانالونو، کاریزونو، چکدمونو، بندونو او سربندونو سروې د پکتیکا ولایت په نکه او زیړوک ولسواليو په صدک، بازک، جنت خیل، توري خیل، کڅ او وشکي کلیو کې تر سره شوه.
