کاپیسا ولایت کې د احمد بیک تپې عمومي کانال د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۳۴
1

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالي په لاله‌خېلو کلي کې د احمد بیک تپې عمومي کانال د پاکاري چارې د یوه عمومي حشر په ترڅ کې پیل شوې.

نوموړی کانال د ۷ کیلو متره اوږدوالي په درلودلو سره د ۸۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو د ریګروان، شاخ آب، افغان او ده‌بابي کانالونو د پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

User account menu