کاپیسا ولایت کې د قول بابر سربند د بیارغونې او د کانال د بازو د ټینګښت چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۲:۶
1

د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او ورسره مل د دغه ریاست یو شمېر مسؤلینو او تخنیکي ټیم په کاپیسا ولایت کې د قول بابر د سربند د بیارغونې او د کانال د بازو د ټینګښت د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

په دغه پروژه کې د اړوند کانال د بازو ۱۵۶ متره ټینګښت او سربند شامل دي چې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د لاندني او پورتني قول بابر او د جامع جومات سیمې خلک برخمنې شي.

د دغې پروژې چارې د اف.اي. او موسسې په مالي لګښت د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu