کاپیسا ولایت کې د نصیرک‌خېلو کلي د څنډو د تحکیم پروژې چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۰:۴۵
1

د کاپيسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او ورسره مل تخنیکي ټیم کاپیسا ولایت کې د نصیرک‌خېلو کلي د څنډو د تحکیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړې پروژه ۲۰۲ متره اوږدوالی لري او چارې یې ۲۵ سلنه پرمخ تللې چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د شاخ آب کانال او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له تاوانونو څخه خوندي شي.

د نوموړې پروژې چارې د اف.اي. او موسسې په مالي لګښت د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳۸
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳۲
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د جومات پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت د جومات پراختیا ...

بیرته تګ

User account menu