کاپیسا ولایت کې د ۷ نویو پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۸
1

د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د یو، این، ډي، پي دفتر په استازولي له محترم ډاکټر غلام مرتضی خاشع او د یوه ودانیز شرکت له مسؤل سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د ۷ نویو پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي خروش په دغه لیدنه کې د نوموړو پروژو  پلي کولو د هر کلي ترڅنګ د هغوی پلي کول د نوموړو ولسوالیو د کلیو د اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو لپاره اړینه اړتیا وباله.

ټاکل شوې ده، چې د څنډو ټینګښت او د اوبو سرچینو سربندونو د کانالونو ۷ نوې پروژې د کاپیسا ولایت په نجراب او تګاب ولسواليو کې د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu