کنړ ولایت کې د حکیم آباد چکډم د رغونې چارې ۹۶ سلنه پرمخ تللې دي
د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د خاص کنړ ولسوالي د حکیم آباد چکډم د رغولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د نوموړې چکډم د رغونې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي، ۹۶ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.