د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د لوګر ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره په هغه ولایت کې د خروار بند پروژې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۱۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولایت د خروار ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د هغه ولایت د پروژو په ځانګړې توګه د خروار ولسوالي د خروار بند پروژې او د یوې هدیرې د ورانېدو  د مخنیوي په موخه د یوه استنادي دېوال د جوړېدو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو د دغه وزارت د اوبو له محترم معین  سره په لیدنه کې د خروار د اوبو ذخیروي بند د حریم ټاکلو او د یوې هدیرې د ورانېدو  دمخنیوي لپاره د یوه استنادي دېوال د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د اوبو محترم معین د لوګر ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې  د خروار بند د حریم ټاکلو او د یوې هدیرې د ورانېدو  دمخنیوي په موخه د استنادي دېوال جوړول به په پلان کې شامل او ان شاءالله په راتلونکي کې به یې چارې پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu