یو شمېر بهرنیو او کورنیو پانګوالو د اوبو له معین سره په لیدنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالیتا څرګنده کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۶:۲۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده له یو شمېر چینایي او افغان پانګوالو سره وکتل او په افغانستان کې یې  د اوبو او انرژي په پراختیايي پروژو کې د پانګې اچونې په هکله خبرې وکړې.

په یاده لیدنه کې، نوموړو پانګوالو د اوبو او انرژي په پروژو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت څخه یې د پانګونې لپاره د اړینو آسانتیاوو د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.

د اوبو ښاغلي معین، دوی ته ډاډ ورکړ چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر ټولو ښه فرصتونه موجود دي او د اوبو او انرژي وزارت رهبري په دې برخه کې د اړینو همکاریو په ترسره کولو سره د پانګوالو له لېوالتیا څخه هم هر کلی کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

بامیان ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه وڅېړل شول

د بامیان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په هغه ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه چې پکې ۸ پایې هایدرولوژي او ۴ پایي د واورو ارزونې دي، وڅېړل.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو له هغو سټیشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژې د اتم لاټ چارې ۸۳ سلنه پرمخ تللې دي

د آمو  سيند څنډو د ټينګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي د دغه ریاست د انجنيري ټيم په ملتيا د تخار ولايت په درقد ولسوالي کې د آمو سيند څنډو د ټينګښت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۰:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې د ینګي زرغوی هایدرومیتیورولوژیکي سټیشن د استنادي دېوال جوړولو چارې 65 سلنه پرمخ تللې دي

د شمال عمومي حوزوي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست له مسؤلینو سره په همغږي د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د ینګي زرغوي هایدرومیتیورولوژيکي سټیشن د استنادي دېوال. . .

بیرته تګ

User account menu