خبرونه
خوست اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه
د برېښنا انرژي سکتور د پایدارې پراختیا، د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا د ترویج او ښه والي په موخه، د پایدارې انرژي عمومي ریاست - د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا ریاست تخنیکي ټیم د خوست اوبو او. . .
هلمند عمومي حوزوي ریاست کې د اوبو د سپما او سالم مدیریت په هکله یو ورځنی سمینار ترسره شو
دغه سمینار د هلمند عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج قاري عبدالهادي هادي، د دغه ریاست د مسؤلینو او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شو.
د هلمند عمومي حوزوي رئيس په دغه سمینار. . .
غزني ولایت کې د بهائي کانال پروژه د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه
د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي په عباس خېلو سیمه کې د بهائي کانال پروژه د ۳ میلیونه، ۸۱۲ زره او ۵۶۹ افغانیو په لګښت بشپړه شوه.
په دغه پروژه کې د نوموړي کانال هغه برخه چې اوبه ورڅخه. . .
هرات ولایت کې د اوبیزو تاسیساتو پر بستر او حریم باندې د ۱۵ پېښو د تعرض مخه ونیول شوه
د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د روان کال په وروستیو میاشتو کې په هغه ولایت کې د اوبیزو تاسیساتو پر بستر او حریم باندې د ۱۵ پېښو د تعرض مخه ونیوله او د عامه شتمنیو د ساتنې او د. . .
د هرات ولایت د امارتي نفت او ګازو شرکت له رئيس سره د هغه ریاست په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله خبرې، اترې وشوې
د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هرات ولایت د امارتي نفت او ګازو شرکت له رئيس محترم سید حفیظ الله عاصم سره وکتل او د هغه ریاست په انګړ کې د حذبي څاګانو د کېندلو او میټر د نصب په. . .
پروان ولایت کې د اوبو د مدیریت په هکله د همغږي او مشورتي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري تر مشري لاندې د هغه ریاست د مسؤلینو، د اوبو ټولنو د غړو او د پروان ولایت او د کابل ولایت د قره باغ او کلکان ولسوالیو د. . .
د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان ( اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۱ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه
د اوبو او انرژي وزرات د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۱ ګڼه نوي له چاپه راوتلې ده.
په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت. . .
د کښتنۍ کوکچې بند د جیوتخنیکي چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت استازی او ورسره مل د دشت قلعې د اوبو او انرژي ریاست استازی د کښتنۍ کوکچې بند د جیوتخنیکي چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
هرات ولایت کې ۱۵۰۰ کړۍ جذبي څاګانې کېندل شوې او پر ۲۰۰ کړیو څاګانو باندې میټرونه نصب شوي دي
د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د روانکال په ترڅ کې د هغه ولایت د ښار او کلیو په بېلابېلو سیمو کې د هغه ولایت د اوسېدونکو له لارې ۱۵۰۰ کړۍ جذبي څاګانې د سطحي اوبو ضایعاتو د مخنیوي. . .
