د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د چشمه خوني چکډم عملي کار ٨٦ سلنه پرمختګ کړی.

MEW-Media
321

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د چشمه خوني چکډم عملي کار ٨٦ سلنه پرمختګ کړی.

دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د موسمي سیلابونو د کمټرول، اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د بياوړتیا په موخه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.

د دې پروژې په تطبیق سره به له ١٠٠ هکټاره څخه زیاته ځمکه خړوبه شي چې د ٣٠٠ په اندازه کورنۍ به په مستقیمه او ٧٠٠ فامیلونه به په غیر مستقیم ډول له هغې څخه ګټه پورته کړي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu