په سمنګان ولایت کې د آسيا اباد کانال د بيا روغونې چارې بشپړې شوې.

MEW-Media
5841

په سمنګان ولایت کې د آسيا اباد کانال د بيا روغونې چارې بشپړې شوې.

دا پروژه د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لخوا د سويم SWIM دفتر په مالي مرسته د ځمکې سر اوبو مديريت او زراعتي ځمکو خړوبونې په موخه د حضرت سلطان ولسوالۍ په آسيا اباد کلي تطبيق شوه.

د آسيا اباد کانال ۷۴۰ جريبه زراعتي ځمکه د اوبو خړوبونې تر پوښښ لاندې نيسي، چې په تعداد د ۱۰ زرو نفر له هغې په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کوي.

د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره

User account menu