د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سبسټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه
۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سبسټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې ترې وکړ.
محترم وزیر صاحب د دغې پروژې د پرمختګ له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، د کابل ښار او شاوخوا ولایتونو لپاره د دوامدارې برېښنا د تأمین په برخه کې د دې پروژې اهمیت حیاتي وباله. نوموړي د پروژې د عملي چارو له ارزونې وروسته، د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو او پر ټاکلي وخت د پروژې د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سبسټېشن پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د هېواد د برېښنا د پراختیا او پیاوړتیا په موخه پلې کېږي. دغه سبسټېشن د ۴۰۰ مېګاولټـامپېر د وېش ظرفیت لري او تر اوسه یې د عملي کارونو شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د دې سبسټېشن په بشپړېدو سره به د دشتخواجه الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي او ورسره د پنځو نورو اړوندو پروژو په ګټې اخیستنې سره له ترکمنستان هېواد څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د لېږد او وېش زمینه برابره شي. دغه ستره پروژه به د هېواد د برېښنا شبکې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د کابل ښار په ګډون به د ۱۲ ولایتونو د برېښنا د کمښت ستونزه د پام وړ را کمه کړي.
