د افغانستان او پاکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وشو

mew-admin
Mon, Dec 09 2019 9:03 AM
اخبار

د کاسا – ۱۰۰۰ غونډې په حاشیه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی، د افغانستان د برښنا شرکت رییس ښاغلی انجنیر امان الله غالب او د نړیوال بانک استازو په حضور سره په جلا ناسته کې د پاکستان هیواد استازو سره ترسره شوه.
پدې ناستې کې ګډونوالو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د انرژۍ د ګډو همکاریو څرنګوالی په اړه بحث او خبرې اترې وکړې. د دواړو هیوادونو د انرژي نښلولو، د انرژي پروژو په برخه کې د ګډو پانګه اچونو، د دواړو هیوادونو د برښنا سوداګرۍ وده، د دواړو هیوادونو اوږدمهاله همکارۍ او د مرکزي او سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د برښنا د لیږد او د افغانستان د رول په اړه پراخ بحثونه وشول.
په پای کې پریکړه وشوه چې د ډیورنډ لاین دواړو غاړو د مطالعه کولو لپاره تخنیکي ټیم رامنځته کړي ترڅو د انرژي تولید، د هغه نښلول او د دواړو هیوادونو ترمنځ د انرژي سوداګرۍ لپاره امکانات مشخص شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu