د پکتیکا والي او د خلکو استازو سره لیدنه

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست انجینر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني، د ولسي جرګې غړي خالد اسد، د مشرانو جرګې غړی محمد حسن او د پکتیا ولايت د ولایتي شورا استازو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په پکتيکا ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پراختیاي پروژو، په ځانګړي ډول د زامه بند، پلتوني بند، ګومل 1 بند، ګومل 2 بند، چکډمونو، د اوبو لګونې کانالونو او د سندغاړو تحکیماتو پروژو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي تکل د پکتیکا والي او د خلکو استازو ته ډاډ ورکړ چې په راتلوونکي اونۍ کې به يو تخنیکي ټيم سيمې ته واستول شي تر څو په ياد ولایت کې د اوبو مديريت پراختياي پروژو سروې او ډيزاین وکړي.