د هېواد د اوبو په مدیریت کې د ناکامورا لاره دوام لري.
دغه کنفرانس د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د جایکا JICA ادارې تر منځ د اوبو لګولو په برخه کې د ناکامورا د طرحو عملي کولو او د ناکامورا د نیمګړو کارونو پوره کولو په موخه تر سره شو.
دغه غونډه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ تر سره شوه چې د دغې ادارې د اوبو د تنظیم لوی رئيس انجنیر نعیم سالارزی، د اوبو لگولو او اوبو رسولو د تنظیم رئیس انجنیر وفي الله سیدي، د JICA ادارې ارشد سلاکار ډاکټر کنجي نگاتا او په افغانستان کې د JICA د دفتر مسؤلینو گډون کړی وو، تر سره شوه.
په پیل کې ښاغلي تکل د ډاکټر ناکامورا د هڅو چې په ننگرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې یې د ځمکو خړوبولو او د کرنې پراختیا په موخه ترسره کړي دي؛ یادونه او ستاینه وکړه.
هغه وویل چې ډاکټر ناکامورا د اوبو مدیریت او ځمکو خړوبولو په موخه د هېواد په ختیځ کې د گمبیري دښتې لپاره د کونړ سیند څخه ۲۵.۵۱ کیلومټرو په اوږدوالي کانال جوړ کړی دی چې له امله یې ډېرې شاړې ځمکې زرغونې شوي دي.
ډاکټر ناکامورا یو قهرمان او په افغانستان مین شخصیت و چې د عمر زیاته برخه یې په افغانستان کې د کرنې پراختیا او غربت ختمولو لپاره مبارزه وکړه چې له همدې امله د افغانانو په مينځ کې د کاکا مراد په نوم یادېده.
په دغسې جلسه کې ډاکټر کنجی نگاتا وویل چې د JICA اداره غواړي د ډاکټر ناکامورا د اوبو لګولو سیستمونه د هېواد په نورو ولایتونو کې پلي کړي چې له دغې طرحې څخه موخه د اوبو غوره مدیریت، اوبو لګولو سیسټمونو او تکنالوژی وده ده.
په پای کې ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د JICA اداری د طرحی څخه هرکلی وکړ او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په چوکات کې یې د ډاکټر ناکامورا ټیم د جوړولو وعده وکړه چې دا تیم به د هیواد په نورو ولایتونو کې د ډاکټر ناکامورا د اوبو لگولو طرحه پلي کوي.
ښاغلی انجنیر خان محمد تکل همدارنگه زیاته کړه چی د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کنفرانسونو تالار به د ډاکټر ناکامورا د غونډو تالار په نوم ونومول شي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
