د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

hafiz_admin
wather

د ١٤٠٠ لمریز کال د سلواغه د میاشتې تر 17 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو د سطحې د جګوالي او د سیلابونو اټکل!

📡🌐 د هایدرومتیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیم بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت اټکل کړی، چې دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتو ډېر اټکل د (شمال او هریرود-مرغاب  ) حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالی په (بلخ، جوزجان، فاریاب، کوشک و کاشان، غور، بادغیس، هرات، فراه او هرات) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 له همدې کبله ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند په غاړو او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

Latest announcements

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Sat, Jul 23 2022 8:26 PM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan: Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by Ministry of Water and Energy...

Back to announcements

User account menu