ننگرهار سیندیزې حوزې کې اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Apr 13 2022 9:05 AM
1

ننګرهار سیندیزې حوزې کې اداري ناسته د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس الحاج سید فضل احد هاشمي تر مشري لاندې تر سره شوه.

په دې ناستې کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د اداري ناستې د ترسره کیدو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړ، ورپسي د سیندیزې حوزې سلاکار انجنیر شمس الرحمن شمس د چارو دښه پرمخ وړلو لپاره مشخص وړاندیزونه وړاندې کړل، ترڅو ټول آمریتونه خپل درې میاشتني کاري راپور ترتیب او د سنیدیزې حوزې ریاست ته وړاندې کړي.

د دې ناستې په پای کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس لازم هدایات وړاندې کړل، ترڅو کارونه په ټاکلي موده کې ترسره شي.

User account menu