د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د هیواد له یو شمېر ځوانانو سره وکتل

MEW-Media
Wed, Apr 13 2022 1:20 PM
۲۴/۱/۱۴۰۱

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د هیواد له یو شمېر ځوانانو چې د غوره ځوانانو د ټولنې تر نامه لاندې فعالیت کوی، وکتل.

په دغه لیدنه کې، یو شمېر ځوانانو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي منصور د کړنو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او له هغوی سره یې د انرژي د پراختیا او په هیواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړ.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، بشري ځواک په ځانګړي ډول ځوانان د هیواد د پراختیا او پرمختګ له مهمو  سرچینو څخه یاد کړ او د هغوی د همکاري له اعلان څخه هرکلی و کړ.

ښاغلي منصور د هیواد په آبادۍ کې ونډه اخیستنه د افغانستان د ټولو خلکو ایماني او ملي دنده یاده کړه او یادونه یې وکړه چې اوسمهال  په ټول هیواد کې امنیت رامنځته شوی، اوس هغه مهال را رسیدلی چې د افغانستان ټول وګړي د هیواد د آبادۍ او پرمختګ په لاره کې په رښتینولي او اخلاص سره ونډه واخلي.

User account menu