د شهروان د سربند د سفر راپور

mew-admin
Sat, Apr 16 2022 1:31 PM
1

د یو رسمي سفر په ترڅ کی چې د پنج امو سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی د نورو پلاو  هر یو انجنیر عبدالرقیب قادري د تخنیکي ریاست سلاکار ، انجنیر خیرالله مندوخیل د انجنیری خدمتونو آمر ، صلاح الدین صافی د همغږي عمومي مدیر او انجنیر عزت الله ځدران د ایف – اي-او  موسیسې ولایتي مسؤل سره دلود د شهروان کانال له سربند څخه یی نظارت او لیدنه وکړه د یادولو وړ ده چی د دشت ارچی ولسوالی ولسوال ښاغلی قاری نصرت هم ورسره ملګری وو.

نوموړی سربند چې د ایف- اي- آو موسیسې په همکاري جوړ شوی دی شاوخوا (څلور نیم میلونه) امریکایی ډالرو په لګښت ګټي اخستنې ته سپارل شوی چې شاوخوا دو سوه پنځوس زره جریب ځمکه (خړوبوی) او د (60) متر مکعب په اندازه اوبه په دې کانال کې جریان لري.

انجنیر رفیع الله مجتبی د حوزې عمومي رئیس چې له نوموړي سربند څخه لیدنه کوله د ایف- اي- آو د موسیسی له ولایتي مسؤل ښاغلي انجنیر عزت الله ځدران څخه په منني وویل :

 دغه سربند د کندز ولایت د امام صاحب او کلباد ولسوالیو د خلکو د اوبو ستونزې  تر ډیره  حل کړي  او غوښتنه یې ترې وکړه چې دغه شان نورو  پروژوکې دې هم له دوی سره  مرستې وکړي.

د نوموړي سربند د پرچاو او دکانال دروازو یو لړ ستونزې درلودي چې ‌عمومي رئیس د ایف- اي - او موسیسي مسؤل ته هدایت ورکړ چي دغه ستونزې دې ژر حل کړي  ښاغلي ځدران د نورو مرستو د کولو ترڅنګ زیاته کړه چې د دې ستونزو د حل  په پار یي قراردادي ته لازم هدایت کړي او ډیر ژر به د دروازو ستونزه حل شي.

همداراز د سربند شرق خوا ته خاورین بندکې نړیدلی وو لیدنه وشوه چې ځايي خلکو د دغه ستونزې د حل په خاطر د امام صاحب ولسوالۍ عمومي میراب باشي او د امام صاحب او کلباد ولسوال په همغږي د پرداخت په کولو سره غواړي چېدغه ستونزه حل کړي .

ښاغلی رئیس صاحب د امام صاحب میراب باشي ته هدایت ورکړ چې د دغې ستونزې ټولې تخنیکي چارې او مدیریت به د پنج امو سیندیزې حوزې د ولسوال او میراب باشي په مرسته مخکي بیایي.

User account menu