د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس د برېښنا لمړي بند زیانمنې شوي برخې څخه لیدنه وکړه

د بغلان ولايت دفرعې سينديزې حوزي رئيس قاري محب الله عادل ديادې ادارې دانجنيرانو له تخنيکې ټيم سره دانکشاف ملې د مسلکې استازو په ګډون د بغلان ولايت دبرېښنا لمړي بند زيانمنې شوې برخې چه اوس یې د رغولو چارې دپای ته رسيدو په حال کې دي، ليدنه وکړه .
د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس هغوی ته سپارښتنه وکړه چه بند ته د پيښيدونکو زيانونو اړوند راپور جوړ کړي، تر څو اړوند مرجع ته وراندې شې.