د دعوت و ارشاد ریاست له خوا " داسلام او سیاست" تر سرلیک لاندې تربیتي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, May 25 2022 2:32 PM
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دعوت و ارشاد ریاست د رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف تر مشري لاندې د اداري، کنټرل کیفیت او معلوماتي ټکنالوژي ریاستونو د کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دغه پروګرام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت و ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف د اسلام او سیاست په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې دین او سیاست سره بیل نه بلکې د یو بل لازم او ملزوم دي او د اسلام سپیڅلی دین یې په دنیا او آخرت کې د انسانانو د بریالیتوب یواځني لاره و بلله.

د دعوت و ارشاد رئيس د دې ناستې د ترسره کولو موخه د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو د دیني معلوماتو لوړول و بلل او زیاته یې کړه،چې د اسلام سپیڅلی دین د هرې ستونزې د هوارولو لپاره د حل لاره لري او د اسلام سپیڅلي دین باندې په تکیه کولو سره کولای شو چې د ژوند ټولې ستونزې هوارې کړو.

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت د اداري ریاست رئیس ښاغلي مولوي حمیدالله دلاور په دغه تربیتي ناسته کې په اسلام کې د حلال او حرام او قصاص په هکله خبرې و کړې او دعوت و ارشاد یې د هر مسلمان دنده  وبلله او زیاته یې کړه، هر کله چې مسلمان د منکراتو سره مخامخ شي باید د هغه څخه مخنیوی و کړي.

ښاغلي دلاور د مسلمانانو ترمنځ پر یوالي باندې ټنیګار وکړ او ویې ویل چې مسلمانان دې سمتي، ژبني او قومي مسایلو ته لمن و نه وهي.هغه دې مسایلو ته لمن وهل د اسلام د دښمنانو کار و باله.

د یادولو وړ ده، چې دا پروګرام په دوامداره توګه د اوبو او انرژي وزارت کې د دې وزارت د کارکوونکو د دیني معلوماتو د لوړولو لپاره ترسره کیږي.

Latest news

Mon, Jul 27 2026 3:12 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of the 500 kV Arghandi Substation Project

Date: 5/5/1405 (Solar Hijri) | 12/2/1448 (Lunar Hijri)

The Minister of Water and Energy, His Excellency Hajj Mullah Mohammad Yunus Akhunzada, closely inspected and reviewed the. . .

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu