د لاندنې هلمند (زرنج) فرعي سیندیزې حوزې رئيس د ځمکې له یو شمېر خاوندانو سره وکتل

mew-admin
Tue, Jun 28 2022 12:30 PM
1

 

د لاندنې هلمند فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید محمد آغا د نیمروز ولایت د ځمکې له یو شمېر خاوندانو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د نیمروز ولایت اوسیدنکو خپلې ستونزې د لاندنې هلمند فرعي سیندیزې حوزې له رئيس سره شریکې کړې او له هغه څخه یې وغوښتل، ترڅو د دوی د ستونزو هوارولو په برخه  کې ورسره همکاري وکړي.

د لاندنې هلمند فرعي سیندیزې حوزې رئيس د نیمروز ولایت د ځمکې خاوندانو ته د دوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

 

User account menu