د میدان ښار سیندیزې حوزې رئیس د DRC موسسې له مسؤل سره وکتل

mew-admin
Wed, Jun 29 2022 11:15 AM
1

د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار د خپل کار په دفتر کې د DRC موسسې له مسؤل، د چاپېریال ساتنې او د طبیعي پيښو په وړاندې د مبارزې ریاستو له استازو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د څلورو چکډمونو په جوړولو او د هغوی د اغېزمنیتا په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس د DRC موسسې له مسؤل څخه وغوښتل چې د اوبو په مهارولو کې ورسره مرسته وکړی او د لازیاتو چکډمونو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، دیادي موسسې مسؤل د میدان ښار سیندیزې حوزې له رئیس څخه مننه وکړه چې د پروژو د پلي کیدو زمینه یې برابره کړې ده

User account menu