د غزني ولایت اوسیدونکو ته د خوښۍ خبر؛ په غزني ولایت کې وروستۍ باران د یاد ولایت په بندونو کې د اوبو د زیاتې زیرمې لامل شوی دی.

mew-admin
Thu, Jul 07 2022 2:41 PM
1

په دې وروستیو کې  وچکالي او اقلیمي بدلونونه په ذخیروي بندونو کې د اوبو د کمښت لامل شوی چې دا بدلون د افغانستان د یبلابیلو ولایتونو د خلکو لپاره د ډیرو ستونزو رامنځته کیدو لامل شوی، له نېکه مرغه د وروستیو بارانونو د اورېدو له امله دا ستونزه په غزني ولایت کې هواره شوې ده.

د وروستیو بارانونو په پایله کې د غزني ولایت اندړ ولسوالي کې د سردې بند کې د اوبو کچه ۴ متره او د جغتو ولسوالي په سلطان بند کې چې د میدان وردګو ولایت کې موقعیت لري او ګټه اخیستونکي یې د غزني ولایت اوسیدونکي دي، ۱.۵ متره لوړ شوی دی.

همدارنګه د زنجان بند چې د وچکالي له امله نږدې وچ شوی وو، په دې وروستیو کې له اوبو ډک شوی او دا لومړۍ ځل دی چې د ګل سکه چکډم له اوبو ډک شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د یادو بندونو په شتون سره د سیلابونو خطرونه کنترل شوې او همدارنګه د غزني ګڼ شمېر اوسیدونکي د دغو بندونو له اوبو څخه ګټه اخلي.

User account menu