د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په هکله ناسته ترسره شوه
د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالسلام (مستوفي آغا)، د لاندني هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي سردار ولي (مزمل) د اوبو د سرچینو ریاست له آمرینو او د انجینرانو او د هرات ولایت د استازي انجنیر سراج الدین (فقیري) په ګډون د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په هکله ناسته ترسره کړه.
په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو د ستونزو او اندېښنو په اړه، د څاګانو پر وړاندې د تګلارې او کاري لارو چارو ، د ځمکې لاندې اوبو د آفتونو د مخنیوي لپاره پر د ستورالعملونو او لاروچارو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلان پر جوړولو او د اوبو د اهمیت په هکله بحث او د نظر تبادله و شوه.
