په پکتیکا او خوســــت ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې په هکله د اوبو او انرژي وزارت د ســـــــــــــــــرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د غمشریکي پیغام.
په ډیره خواشیني سره باید ووایم چې یوځل بیا د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې د زلزلې د پیښیدو خبرونو مونږ غمجن کړو.
متاسفانه چې خبرموترلاسه کړ چې د یادې حادثې له امله زمونږ لس ګونه هیوادوال ټپیان او یو شمیر نوروته مالي زیانونه اوښتي دي. په دې خاطر له زلزله ځپلوسره خپل د غمشریکي مراتب شریکوم، له لوی خدای ج څخه د پیښې ټپیانو ته عاجله شفا او دمالي زیانونو د جبران غوښتنه کوم.
لوی خدای ج دې زمونږ هیوادوال د داسې غمیزوله تکرار څخه په خپل حفظ کې وساتي ترڅو چې بیا د داسې دردونکو پیښو شاهدان ونه اوسو او هیوادوال موله داسې طبیعي پیښو څخه زیانمن نه شي.
