اعلامیه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم قانون پر بنسټ مکلف دی چې د هېواد د اوبو سرچينې تنظيم او د خلکو د هوساینې او اړتیاوو رفع کولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. همدې دندې ته په کتو او د نیمروز شریف ولس د مکررو غوښتنو پر اساس د کمال خان له بند څخه د کښتنیو حقآبو د تأمین په موخه معين مقدار اوبه خوشې شوې.
کومې اوبه چې په دې ورځو کې د ایران خاورې ته دننه شوې، د هلمند اوبو د کمیسارانو د ناستې پر مهال به له ایراني لوري سره د هلمند سیند اوبو د تړون په رڼا کې د دې مقدار حساب کېږي.
د اوبو او انرژي وزارت یو ځل بیا افغان شریف ولس ته ډاډ ورکوي چي د ایران هېواد ته به یوازې هغه مقدار اوبه ورکول کېږي چې د هلمند سيند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران تر منځ د ۱۳۵۱ کال د معاهدې پر بنسټ د دوی حقآبه کېږي.