د TLO مؤسسه په پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو برخې پراختيايي پروژې له سره پيلوي
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح د TLO مؤسسې له تخنیکي مسؤلینو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د يادې مؤسسې مرکزي او ولايتي انجنيرانو په پکتيا ولايت کې د خپلو برنامو په اړه د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د پخوا په څېر يې د خپلو چارو د بېرته پيلېدو يادونه وکړه. دوى په خپلو خبرو کې وويل چې په دغه ولایت کې به د اوبو لګولو په برخه کې د هغو دوو پراختيايي پروژو ساختماني چارې ډېر ژر پېل کړي، چې پخوا يې تخنیکي او قراردادي چارې بشپړې شوې وې. همدارنګه يې د هغو پروژو په اړه هم هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې د دې رياست سره په همغږي يې تخنیکي سروې ترسره شوې دې.
د ياد رياست رئیس مولوي محمد کریم فاتح د TLO مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوى څخه وغوښتل چې د هېواد په بيا رغونه کې ورسره د پام وړ ونډه واخلي. نوموړي ياد پلاوي ته د خپل مسؤلیت په اډانه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.
