د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د هیرو موسسې له مسؤل سره وکتل

mew-admin
Mon, Aug 22 2022 11:17 AM
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د هیرو موسسې له مسؤل سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د څښاک اوبو څاه ګانو د کیندولو، د خواجه او خرم کانالونو د کیندلو په هکله باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې د خواجه او خرم کانالونو د سړک د بیارغونې، د شپږسوه کوټي سیلبر نښلول و عمومي سیلبر ته او د قربان بیک خیل سیلبر پاکاري په اړه هم خبرې اترې وشوې.

د یادې موسسې مسؤل په رواني اونۍ کې  د څښاک اوبو څاه ګانو د کیندلو، د یادو کانالونو د کیندلو، د خواجه او خرم سړک د بیارغونې، د شپږ سوه کوټي سیلبر نښلول و عمومي سیلبر ته او همدارنګه د قربان خیل بیک سیلبر د پاکاري چارو چې د WFP سازمان په مالي ملاتړ د یادې موسسې له خوا پرمخ وړل کېږي،  د پیل ژمنه وکړه.

User account menu