د پکتیکا ولایت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست کې  دسیندونو او رودونو د بستر حریم د غاصبینو څخه د بېرته نیولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Aug 22 2022 4:13 PM
1

د پکتیکا ولایت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي قاري فتح محمد ذاکر د کلیو د خلکو او مشرانو سره د سیندونو او رودونو د بستر حریم غصب د هغه د غاصبینو څخه د بېرته اخیستلو په پار ناسته ترسره کړه.

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادو کلیو خلکو او مشرانو ته وویل چې هغه کسانو چې د سیند او رودونو د بستر حریم غصب کړی باید ژر ترژره دې په خپل شخصي لګښت خلاص کړي، ترڅو د اوبو مسیر ته لاره ورکړل شي.

په یادې ناستې کې د کلیو خلکو او مشرانو دا پریکړه ومنله چې باید ژرتر ژره دې هغه کسان چې د سیند د بستر حریم غصب کړی، خلاص دې کړي.

User account menu