دشمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس اود بلخ سیندیزې حوزې رئيس د سمرقندیان تقسیماتي سربند له وداني څخه لیدنه وکړه
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او تخنیکي ټیم يې د بلخ د سیندیزې حوزې له رئیس ښاغلي مولوي موسی جان حقبین او یو شمېر کارکوونکو سره د سمرقندیان تقسیماتي سربند له ودانیو او د کانال له مسیر څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د سیمي خلکو او د بند مسوولينو ته ټینګار وکړ چې باید د نوموړي سربند د وسایلو ساتنې او پالنې ته دوامداره او جدي پاملرنه وکړي. او هغه مقدار جغل چی د سربند پرچاوه برخه کې راټول شوي وو ژر تر ژره پاک کړي او د کومې ستونزې او اړتیا په صورت کې دې رياست ته خبر ورکړي.
نوموړی سربند شاوخوا ١٨٢٣ هکتاره ځمکه خړوبوي. د دې سربند د ذخیروي کاسې اوږدوالی ٤٥٠ متره ، د سربند لانديني پراخوالی ٦٧ متره او د پله اوږدوالی یې ١٠٤ متره دی او په کال کې د دې سربند د اوبو عادي جریان مقدار ٢٠ متر مکعب او اعظمي جریان تر ٥٠ متر مکعب په ثانیه کې رسیږي.
سمرقندیان تقسیماتي سربند په١٣٧٧ لمریز کال د مشتاق، نهرعبدالله او نهر دولت آباد د کانالونو د اوبو د تأمين لپاره د آسيا پراختيايي بانک په مرسته جوړ شو، د نوموړي سربند اوبه د بلخ سیند څخه تأمینيږي،او همدارنګه ١٨ برېښنایي دروازې لري چې د سیلاب او د اوبو د کمښت په وخت کې ورڅخه ګټه پورته کیږي.
