یو آلمان مېشتی افغان سوداګر په هېواد کې د لس میګاواټه برېښناانرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېواله دی

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر محمد عابد انورزي نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې له یو آلمان مېشتي افغان سوداګر ښاغلي وحیدالله امیري سره چې په هېواد کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي په تولید باندې پانګونې ته لېواله دی، وکتل او د یادې موضوع په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، ښاغلي امیري په کابل ښار کې دلس میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې د خپلې پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او په یاده برخه کې پانګونې ته د زمینې چمتوکولو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د برېښنا خدمتونو د تنظیم عمومي رئيس په دې لیدنه کې د هېواد نافذه قوانینو په اډانه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او له هغه څخه یې و غوښتل، چې د خپلې پانګونې پروپوزل د وزارت له مقام سره شریک کړي.
ښاغلي انورزي ټینګار وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري ټولو پانګوالو ته چې د انرژي په برخه کې پانګونې ته لېواله دي، زمینه چمتو کوي.