لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې په هکله تخنیکي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د یادې پروژې د تخنیکي سندونو د څېړنې، د ډیزاین څېړنې او د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو ښاغلي معین تخنیکي مسؤلینو ته دنده وسپارله، ترڅو د هرې برخې ټول اسناد په بشپړ ډول ترڅېړنې لاندې ونیسي او د هغې د تدارکاتي موضوعاتو په هکله هم د تدارکاتو څانګې له مسؤلینو سره لازمې همغږي وکړي.
همدارنګه د اوبو معین د ستونزو هوارولو او د پروژې د سروې او ډیزاین د نورو ټولو چارو د پلي کیدو په برخه کې لازم تخنیکي هدایات ورکړل.
