د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د علي آباد نهر د کانال له چارو څخه څارنه وکړه
د جوزجان سیندیزې فرعي رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي او د یاد ریاست تخنیکي ټیم د فیض آباد ولسوالي د علي آباد نهر د کانال له چارو څخه څارنه وکړه.
د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادې پروژې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.
د یادې پروژې چارې د جوزجان سینیدیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د شمال زون موسسې د کمیټې له خوا پرمخ وړل کېږي.
