د بر پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوي رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې وپېژندل شو

mew-admin
Thu, Sep 22 2022 4:02 PM
1

د بر پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوي رئيس ښاغلي انجنیر عبدالله آخندزاده د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال له خوا د پنجشیر ولایت د مرستیال والي ښاغلي ملا روح الله او د یاد ولایت  د یو شمېر نورو محلي مسؤلینو په ګډون کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

په دې غونډه کې، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال د پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې د فعالیتونو د لا ښه تنظیم او د شته ستونزو د هوارولو په موخه کارمندانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، او د ولایت له مقام څخه یې د یاد ریاست د کارمندانو لپاره د سالم کاري چاپېریال د برابرولو ا و د شته ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د پنجشیر ولایت د مرستیال والي د ولایت په کچه د شته ستونزو د هوارولو په موخه د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu