د سترو پروژو د مدیریت درېیمه ناسته د اوبو په معینیت کې ترسره شوه

MEW-Media
Mon, Oct 03 2022 4:17 PM
1

 

 یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلی انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئیسانو او د سترو پروژو د مدیرانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې،  د پروژو مدیرانو د لویو پروژو د ښه مدیریت په موخه د هغو پریکړو د پلي کېدو په هکله چې په تېرو غونډو کې نیول شوې وي، لازم معلومات وړاندې کړل.

د اوبو ښاغلي معین د پروژو د مدیرانو د کړنو د راپورونو تر څېړلو وروسته، د پروژو د څارنې، د پروژو د وضعیت ارزونې او د لویو پروژو د قراردادي شرکتونو سره د لازمې همغږي په پار اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.

User account menu