د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په بامیان ولایت کې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
Wed, Oct 05 2022 5:10 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني بامیان ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې په هغه ولایت کې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا سب استیشن پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د یادې پروژې پلي کوونکي شرکت ته د ستونزو د هوارولو لپاره لازم هدایات ورکړل.

همدارنګه د انرژي معین په دې سفر کې، د بر کندز سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا محمد شفیع(شفیع الله) سره وکتل او د یاد ریاست کاري راپور یې واورید او په چارو کې پر امانتدارۍ او رښتینولۍ باندې ټینګار وکړ.

User account menu