د سروبي ۲ د برېښنا تولید پروژې د هوکړه لیک د پلي کېدو په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Oct 11 2022 3:55 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سلاکار ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم تر مشري لاندې د اوبو او انرژي معینیتونو د یو شمېر عمومي رئيسانو په شتون کې ترسره شو.

 په دې ناسته کې، د سروبي  ۲ د برېښنا تولید پروژې د هوکړه لیک د پلي کېدو په موخه د ترکي ۷۷ شرکت سره د اړینو همکاریو او د یادې پروژې د مطالعاتو د ترسره کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د یاد هوکړه لیک د لا غوره پلي کېدو په پار او په چټکۍ سره د پروژې مطالعاتو د ترسره کولو په موخه د ترکي ۷۷ شرکت سره اړینې همکارۍ ترسره شي.

User account menu