د کابل ولایت د شاه و عروس ذخیروي بند د ودانیزو چارو څخه لیدنه ترسره شوه

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت د شکردرې ولسوالي د شاه و عروس ذخیروي بند له ودانیزو چارو او یاد بند ته د غزیدلي سړک د قیر اچونې له چارو څخه لیدنه تر سره کړه.
په یاده لیدنه کې د شته ستونزو د اصلاح لپاره تطبیق کوونکي شرکت ته د اړتیا وړ سپارښتنې و شوې.
د یادولو وړ ده چې د دغې پروژې کارونه به په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.