فاریاب ولایت کې د اسلیم کیسمه سربند پروژې د بیارغونې چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
Thu, Oct 20 2022 12:14 PM
1

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالي کې د اسلیم کیسمه سربند پروژې د بیارغونې چارې د یو میلیون او درې سوه زره افغانیو په لګښت د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلی مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محی الدین مبارز او د یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په ګډون پيل شوه.

په ياده پروژه کې نږدې اووه سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوي او تر بشپړیدو وروسته به ۵۰ زره کسان ورڅخه برخمن شي.

په ورته مهال، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس په هغه غونډه کې چې د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې ریاست کې د اوبو د ارزښت او د اوبو د هر اړخیز مدیریت په هکله جوړه شوې وه، ګډون و کړ او څرګنده یې کړه چې سږکال په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې ۸۳ پروژې پلان شوې وي چې تر اوسه پورې ۵۵ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د  پاتې ۲۸ نورو پروژو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

ښاغلي حکمت په یاده ناسته کې د اوبو د غوره مدیریت او ارزښت په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

User account menu